د راپورونو له مخې، د ازبکستان اوسني ولسمشر شوکت میرضیایوف د یاد هېواد له وخته مخکې ټاکنو کې یو ځل بیا د یوې اووه کلنې دورې لپاره بریالی شوی دی. رویټرز اژانس نن (دوشنبه) د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون له قوله راپور ورکړی چې د دغو ټاکنو لومړۍ پایلې ښيي چې ضیایوف بریالی دی. نور
د امریکا متحده ایالتونو په کلیفورنیا ایالت کې د یوې الوتکې لوېدو پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي. ځایي چارواکي وایي، دا الوتکه د کلیفورنیا ایالت د موریتا ښار له یوه هوایي ډګر سره نږدې لوېدلې چې د لاسانجلس او سان ډیاګو ښارونو ترمنځ پروت هوایي ډګر دی. پولیسو ویلي، د دې الوتکې تر نور
د تخار ولایت اوسېدونکی عظیمالله چې د اقتصادي ستونزو له امله درې ځلې کډوال شوی او د ناقانونه کډوالۍ ستونزې یې تجربه کړې، اوس یې د خامو خښتو په تولید سره ځان او یو شمېر نورو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دغه شاوخوا ۲۸ کلن ځوان چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا نور
د راپورونو لهمخې، د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید د دوو ایراني سرتېرو او څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی. ایرنا خبري اژانس د ایران د پولیسو د ویاند سردار سعید منتظرالمهدي په حواله راپور ورکړی چې نن (شنبي) سهار ۷:۰۰ بجې څلور کسان په زاهدان ښار کې نور
په افغانستان کې د ښځینه سینګارتونونو له تړل کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې ویلې چې ښځې باید د افغانستان د راتلونکې برخه وي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مدیرې سیما باهوس پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان د ښځو پر فعال حضور ټینګار کړی او ویلي یې نور
د افغانستان د بدن ښکلا او فیټنیس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې افغان ورزشکارانو درې د نقرې او یو د برنزو مډالونه ګټلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي اسیا د بدن ښکلا سیالیو دیارلسم پړاو دا مهال د مالدیف هېواد په نور
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو لوبو مهالوېش اعلان شو چې له مخې به یې افغانستان له عمان، سریلانکا او بنګلهدېش سره سیالۍ ترسره کړي. د ایمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي چې د روانې جولای میاشتې په ۱۳مه پیلېږي. کرکټ بورډ وايي، د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو کې نور
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپاچوونکی نوینالحق د زنګون په برخه کې د درد له امله د بنګلهدېش پر وړاندې له راتلونکو شل اوریزه لوبو بهر شوی دى. دا په داسې حال کې ده، د روانې جولای میاشتې په دویمه د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټي د بنګلهدېش نور
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار پر دوو افغان وګړو چې د «شاهچراغ زیارت» برید کې پر لاس لرلو تورن وو – د اعدام حکم جاري شو. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د دغو دوو کسانو د اعدام حکم نن سهار له لمر ختو مخکې «شاهچراغ شېراز» زیارت ته نږدې اجرا شوی نور
د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی سرتیری چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته راغلی و، د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی. د نصرت احمد یار په نامه دغه افغان د چنګاښ په ۱۳مه، د پلازمینې واشنګټن ډي سي اړونده سیمه کې وژل شوی دی. د واشنګټن ډي نور