د راپورونو له‌مخې، د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید د دوو ایراني سرتېرو او څلورو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

ایرنا خبري اژانس د ایران د پولیسو د ویاند سردار سعید منتظرالمهدي په حواله راپور ورکړی چې نن (شنبي) سهار  ۷:۰۰ بجې څلور کسان په زاهدان ښار کې د پولیسو دغه مرکز ته د مرستې غوښتلو په پلمه ورغلي چې د لومړۍ دروازې ساتونکی یې وژلی او مرکز ته دننه شوي وو.

د هغه په خبره، له ‌څو ساعته نښتې وروسته بریدګر وژل شوي او جکړه پای ته رسېدلې ده.

نوموړي څرګنده کړه چې له بریدګرو څلور میله وسلې، ۷ لاسي بمونه او د ځانمرګو څو کمربندونه ترلاسه شوي دي.

منتظرالمهدي څرګنده کړې چې د یادې پېښې څرنګوالي په‌ تړاو پلټنې روانې دي.

په ورته مهال، د ایران د زاهدان ښار د مکي جومات ملا امام مولوي عبدالمحید دغه برید غندلی او د خلکو د ارامتیا غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې ده، د یادې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

 

Views: 26