د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي چې راتلونکې کال به د دغه هېواد د تابعيت د ترلاسه کولو د ازموینې بڼه بدله شي، خو د کډوالۍ او د پناه غوښتنې د چارو مدافعان بیا اندېښمن دي چې دا بدلون به د هغو کسانو لپاره ستونزې رامنځته کړي چې د انګلیسي ژبې سره لږه بلدتیا نور
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي. یونیسف دغه څرګندونې تېره ورځ په خپل يوه راپور کې کړې دي. په راپور کې راغلي، يوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو نور
افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړېواله لوبه کې چې له باران څخه زیانمنه شوې وه، بنګله دېش ته د ۱۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د یادې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. بنګله دېش لومړۍ توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په جریان کې دوه ځلې نور
د فیسبوک شرکت ‘مېټا’ له ټویټر سره د سیالۍ لپاره د ‘ټریډز’ په نامه نوی اپلېکېشن جوړ او ټاکل شوې چې سبا د پنجشنبې په ورځ پر فعالیت پیل وکړي. د مېټا کمپنۍ اعلان کړی چې دغه نوی اپ به له اېنسټګرام سره د تړل کېدو له لارې فعالیت کوي. دغې کمپنۍ زیاته کړې، چې نور
ننګرهار کې یوه ځوان ډاکټرانو، روغتونونو او لابراتوارونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي او وخت اخیستو لپاره د «صحت عامه» په نوم يو اپلېکېشن جوړ کړی دی. د دغه اپلېکېشن له لارې خلک کولای شي د خپلو ناروغيو درملنې لپاره تجربه لرونکی ډاکټر ومومي، نوبت ونیسي او دغه راز روغتونونو او لابراتوارونو ته هم نور
د اریانا افغان هوایي شرکت یو انجنیر توانېدلی چې د یوه کال په موده کې په لومړي ځل یوه الوتکه چې د څلورو کسانو لېږدولو وړتیا لري، جوړه کړي. نن ملي ټلویزون د یو ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت یو انجنیر داوود فیضي توانېدلی چې د یوه کال په موده کې د نور
نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وایي، پنځه افغان ځوانان چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي، له افغانستان سره پر پوله د ایراني پولهساتو له خوا پر ډزو وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د سرحد د څلورم کنډک مسوول محمدابراهیم هېواد وویل: «تېره شپه یو شمېر ځوانانو چې غوښتل یې په قاچاقي نور
د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د پیل په تړاو د یوه ټویټر سپیس ویناوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ولس ته په دې اړه قناعت نه دی ورکړی او په دې سره غواړي سیاسي امتیاز ترلاسه کړي. د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین د پیل نور
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل وایي، ځیني سنتي مشران نه غواړي نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړل شي، خو قومي مشران او ځوانان دې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي. د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په کاناډا کې د افغانستان مخکنۍ سفیرې شینکۍ کړوخېل د وصال ټلوېزیون په سرنوشت خپرونه نور
د بښنې نړېوال سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د “قلم لار” ټولنې مشر او د نجونو زده کړو ملاتړي مطیعالله ویسا د خوشي کېدو غوښتته کړې ده. د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه په پاڼه لیکلي، چې د مطیع الله ویسا د نیولو او په بند کې ساتلو نور