د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین‌الحق د زنګون په برخه کې د درد له امله د بنګله‌دېش پر وړاندې له راتلونکو شل اوریزه لوبو بهر شوی دى.

دا په داسې حال کې ده، د روانې جولای میاشتې په دویمه د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کمېټي د بنګله‌دېش پر وړاندې ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې نوین‌الحق هم په لوبډله کې اخیستل شوی و.

خو کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی نوین‌الحق د زنګون په برخه کې درد پیدا شوى چې له امله یې نوموړی د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ له راتلونکو شل اوریزو لوبو بهر شو.

کرکټ بورډ ویلي: «نوموړی به د ډاکټر له سپارښتنې سره سم د درملنې او د وړوکي عملیات ترسره کولو په موخه انګلستان ته سفر وکړي او هلته به د زنګون د یوه متخصص ډاکټر تر څارنې لاندې خپله درملنه وکړي.»

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې پرېکړې له مخې به د نوین‌الحق پر ځای بل ښي لاسی چټک توپ‌اچوونکی نجات مسعود د شل اوریزو سیالیو لپاره له افغان لوبډلې سره یوځای شي.

د یادونې ده، افغانستان له بنګله‌دېش سره د روانې جولای میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه دوه شل اوریزه لوبې ترسره کوي.

 

Views: 32