د راپورونو له مخې، د ازبکستان اوسني ولسمشر شوکت میرضیایوف د یاد هېواد له وخته مخکې ټاکنو کې یو ځل بیا د یوې اووه کلنې دورې لپاره بریالی شوی دی.

رویټرز اژانس نن (دوشنبه) د ازبکستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون له قوله راپور ورکړی چې د دغو ټاکنو لومړۍ پایلې ښيي چې ضیایوف بریالی دی.

هغه ۸۷،۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

میرضیایوف چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرکزي اسیا د تر ټولو ډېر نفوس لرونکي هېواد مشري کوي، د اساسي قانون له بدلون وروسته د یوې ټول‌پوښتنې له لارې د خپلې واکمنۍ د کلونو شمېر تازه تنظیم کړ او ولسمشریزه دوره یې له پنځو کلونو اوو کلونو ته وغځوله او له وخت مخکې ټاکنې یې وکړې.

د ازبکستان ولسمشریزې ټاکنې تېره ورځ پر ځایي وخت سهار ۸ بجې پيل شوې او د ټاکنو په دې دوره کې ۱۵ میلیون او ۶۵۱ زره او ۴۰۵ کسانو رایه ورکړې ده.

 

Views: 9