وصال ټلوېزیون د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه بهرمېشتو افغانانو (افغان دایاسپورا) ته د اطلاعرسونې او هغوی ته د سفر او ژوند په نورو برخو کې د شته اسانتیاوو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په موخه رامنځته شوی او د هغو کورنیو لپاره به هم معلوماتي برنامې ولري چې غواړي خپل غړي یې بېرته ورسره یوځای شي.
د دغه ټلوېزیون مرکزي دفتر د کاناډا په «اوتاوا» ښار کې دى چې په افغانستان، امریکا او اروپا کې د سيمهييزو دفترونو او خبريالانو يوې پراخې شبکې په درلودو سره خبرونه، تحلیلي او نور راپورونه، فيچرونه، او مرکې په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي.
موخه:
د افغان کړکېچ نږدې نیمه پېړۍ اوړي؛ د دې مودې په جریان کې ګڼ شمېر افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول، هلته مېشت شول او د کډوالۍ دا بدمرغه لړۍ لا هم روانه ده؛ کړکېچ دومره وغځېد چې کډوالو ته خپل هېواد ته د بېرته تلو هیڅ زمینه مساعده نه شوه؛ پایله یې دا وه چې د دغو افغانانو دویم او ان درېیم نسل په کډوالۍ کې رالوی شو او د جمهوریت سقوط هم د دغه کړکېچ یوه برخه وه چې د افغان کادرونو او ځوانانو خورا یوه لویه څپه یې مخ په بهر وخوځوله.
ډېری یاد افغانان د هغو ټولنو او هېوادونو – چې د کډوالۍ ژوند په کې اختیاروي – له فرهنګ، ژبو او نورو ټولنیزو خدمتونو سره اشنا نه وي او یا د هغو سختو لارو په اړه چې د کډوالۍ په نیت یې د سفر لپاره انتخابوي، معلومات نه لري، چې له امله یې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي؛ نو په دې توګه یاد کډوال د باور وړ او متوازنو معلوماتو ته اړتیا لري؛ ځکه اکثره افغانان مخکې له دې چې بهر ته د سفر په موخه خپل کورونه پرېږدي، د لارو او بهر کې د مېشتېدنې د څرنګوالي په اړه بشپړ او ډاډمن معلومات نه لري؛ د څېړنو له مخې، ډېری کډوال په دې اړه ډېر معلومات له انساني قاچاقچيانو ترلاسه کوي چې تر ډېره د هغوی له خوا غولول او تېرایستل کېږي.
له بلې خوا، د افغانستان د واقعیتونو او حقایقو په اړه د نړۍوالو پوهولو لپاره هر اړخیز کار (Advocacy) ته اړتیا ده؛ ځکه په اوس وخت کې نړېوال له افغانانو سره د یوه ناسم ذهنیت درلودو له مخې چلند کوي چې دغه کار افغان کډوال په بېلابېلو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي؛ د دې لپاره په کار ده نړېوالو ته د افغانستان او افغانانو په اړه مثبت ذهنیت ورکړل شي او د باوري کولو لپاره یې هڅه وشي.
Views: 368