د افغانستان د وسله وال پوځ پخوانی سرتیری چې د تخلیې په پروګرام کې امریکا ته راغلی و، د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو سره وژل شوی دی.
د نصرت احمد یار په نامه دغه افغان د چنګاښ په ۱۳مه، د پلازمینې واشنګټن ډي سي اړونده سیمه کې وژل شوی دی.
د واشنګټن ډي سي پولیس وايي، دا پېښه د دغه ښار په شمال ختیځه سیمه کې شوې ده. د پوليسو په وينا مرمۍ د نصرت په خیټه لګیدلې او هغه د پیښې په ځای کې ساه ورکړې ده.
بلخوا د (لیفټ) ټکسي موټر چلولو شرکت چې نصرت ورته په خپل شخصي موټر کې کار کاوه، په یو بیان کې چې د فاکس نیوز خبري شبکې خپور کړی؛ د نصرت کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د لفټ په بیان کې ویل شوي: “زموږ زړونه د نصرت له خپلوانو سره دي چې له دې نه جبرانېدونکې غمیزې سره مخ شوي دي. موږ د هغه له کورنۍ سره د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره اړیکه نیولې او له مقاماتو سره په تماس کې یو چې په تحقیقاتو کې مرسته وکړو.”
د واشنګټن ډي سي د پولیسو څانګه د دې پیښې په اړه څیړنه کوي او د هغو معلوماتو لپاره یې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي.
واشنګټن ډي سي ته څېرمه مېشتو یو شمېر افغانانو د نصرت احمدیار له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له هغوی سره یې د مالي مرستو په موخه د مرستو راټولولو پروګرام پیل کړی دی.
د مرستو د راټولولو د تنظیم کوونکو په وینا، نصرت په دې وروستیو کې له خپلو پنځو ماشومانو او میرمنې سره د ښه ژوند په هیله امریکا ته راغلی و.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي چې نصرت احمدیار د افغانستان د پخواني حکومت د وسله والو ځواکونو غړی و او له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو د پروګرام پر مهال امریکا ته لېږدول شوی و.
د ارشیف د شمېرو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې په امریکا کې څه باندې ۲۲۱۰۰ کسان د وسله وال تاوتریخوالي په پېښو کې وژل شوي، چې له دې جملې څخه ۹۷۳۰ یې قصدي او غیر قصدي وژنې دي او تر ۱۲۳۰۰ ډېر یې ځان وژنې دی.
Views: 83