د پاملرنې موسسه وایي، دمګړۍ ۲،۵ میلیون افغان نجونې له زدهکړو پاتې دي، خو د پوهنې وزارت بیا وایي چې له شپږم ټولګي پورته د ۱،۳ میلیون نجونو زدهکړې ځنډول شوې دي. پاملرنې (care) موسسې «په افغانستان کې د لویو ستونزو سره سره ځينې نجونې لا هم د زدهکړې لپاره لارې مومي» تر عنوان لاندې نور
د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په لړ کې افغانستان ایران ته دوه پر یو ماتې ورکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، دا سیالۍ چې د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې روانې دي، نن د افغانستان او ایران ترمنځ لوبه ترسره شوه. سرچینې زیاته کړې چې د یادې لوبې تر نیمایي نور
د تکواندو افغان لوبغاړي ذبیحالله شهزاد په سوېلي کوریا کې د تکواندو نړېوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګاټه ۳۲ کلن شهزاد چې سپورټي خبریال او د تکواندو فدراسیون ویاند هم دی، وتوانېد چې د دوولسو سمنټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي سیال ته چې څو ځلې یې په نړېواله نور
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د «پوهنتونونو نړېوالو سیالیو فیسټیوال» د پیل خبر ورکوي او وایي، په یاد فیسټوال کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د ۲۸۲ پوهنتونونو محصلینو ګډون کړی دی. د یادونې ده، کابل پوهنتون د روان کال د زمري میاشتې په ۲۵مه په دغو نور
پاکستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې په ورکولو سره د درېیو لوبو لړۍ کې یو پر درې مخکې شو. ددرېیو لوبو دا لړۍ د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې نن پیل شوه. د لومړۍ یوه ورځنۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پریکړه وکړه، نور
یوناما وایي، په افغانستان کې یې د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو او وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض نږدې ۸۰۰ موارد ثبت کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) په راپور کې راغلي، دغه سرغړونې – چې غیرقانوني وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجې، ناوړه چلند نور
د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې سعودي ځواکونو د افریقایي هېواد ایتوپیا هغه سلګونه پناهغوښتونکي وژلي چې غوښتل یې د یمن له لارې دغه هېواد ته داخل شي. دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) په خپل کلني راپور کې ویلي، دغه وژنې د ۲۰۲۲ نور
د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان قرغېزستان ته ماتې ورکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې دا سیالۍ نن د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې پیل شوه چې پکې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو برخه اخیستې ده. سرچینې زیاته کړې، چې د لوبې نور
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په قطر کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د ۲۰۰ افغان محصلینو د رسېدو خبر ورکړی دی. د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل فعالیت وځنډاوه او اوسمهال دغه پوهنتون د قطر پلازمېنه نور
د پښتونژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ګواښ کړی چې که د پاکستان حکومت د پښتنو حقوق ور نه کړي او خپل روان ظلمونه ونه دروي نو اړ به شي چې د «ازادۍ» غږ پورته کړي. نوموړي دا څرګندونې تېره شپه د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د خپلو پلویانو یوې لویې غونډې ته چې زرګونو کسانو نور