د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان قرغېزستان ته ماتې ورکړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې دا سیالۍ نن د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې ښار کې پیل شوه چې پکې د افغانستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران لوبډلو برخه اخیستې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د لوبې په نیمایي برخې پورې افغانستان دوه پر صفر مخکې وه او د لوبې په دویمه برخه کې افغانستان یو بل ګول هم وواهه او دغه راز افغانستان دا لوبه درې پر صفر وګټله .

افغان لوبغاړی یاسر صافی ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

 

Views: 19