د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې سعودي ځواکونو د افریقایي هېواد ایتوپیا هغه سلګونه پناه‌غوښتونکي وژلي چې غوښتل یې د یمن له لارې دغه هېواد ته داخل شي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) په خپل کلني راپور کې ویلي، دغه وژنې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال له جون میاشتې تر ۲۰۲۳ کال جون میاشت پورې شوې او زیاته کړې یې ده چې دا د انسانیت خلاف جرم ګڼل کېدای شي.

دغه نړېوال سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي.

په دې راپور کې ویل شوي، د سعودي عربستان سرحدي ځواکونو د پناه‌غوښتونکو کډوالو د وژنې لپاره له چاوېدونکو وسلو کار اخیستی او پر کډوالو یې له نږدې هم ډزې کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان ویلي، سعودي پر لوبو د میلیاردو ډالرو پانګونې سره له دغو کړنو څخه د نړۍ توجه نه شي لرې کولی.

د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول خبرونه رد کړي وو.

 

Views: 26