د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر په قطر کې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته د ۲۰۰ افغان محصلینو د رسېدو خبر ورکړی دی.

د وړم ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د افغانستان امریکایي پوهنتون خپل فعالیت وځنډاوه او اوسمهال دغه پوهنتون د قطر پلازمېنه دوحه کې فعاليت کوي.

مېرمن ډېکر تېره شپه ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د قطر پلازمېنې دوحه کې د امریکایي پوهنتون دننه د یادو محصلینو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې افغانان عصري زده‌کړو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې، امریکا اوس هم د افغانستان دننه او د سیمې په هېوادونو کې د سلګونو محصلینو ملاتړ کوي.

سرپرست حکومت تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشتې کې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې او بیا یې د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر ثاني امر پورې وځنډولې.

 

 

 

Views: 14