د اوکراین پارلمان د دغه هېواد دفاع وزارت لپاره د ولسمشر زیلنسکي له خوا نوماند مسلمان وزیر رستم عمروف ته د باور رایه ورکړې ده. د راپورونو له مخې، د اوکراین د پارلمان ۳۳۸ غړو د چهارشنبې په ورځ (وږي ۱۵مه) د دغه هېواد د دفاع وزیر په توګه د عمروف په ملاتړ رایه ورکړه. رستم نور
د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د یوې نښتې پر مهال څلور سرتیري او ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو د وږي په ۱۵مه، د شپې ناوخته خبر ورکړی چې دا نښته د چترال په کیلاش سیمه کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې رامنځته شوې ده. نور
د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اژانس اعلان کړی چې اروپا کې د پناه اخیستو لپاره ۴۴ سلنه غوښتنلیکونه د افغان، سوري، ونزویلایي، ترکي او کولمبیایي کډوالو له خوا وړاندې شوي دي. یورو نیوز تېره ورځ (سهشنبه) د اروپايي ټولنې کډوالۍ اژانس له قوله په یوه راپور کې ویلي، د روان میلادي کال په شپږو لومړیو نور
د تاجکستان حکومت ادعا کړې چې له افغانستان څخه اوښتي د انصار الله وسله والې ډلې درې تنه وسله وال کسان یې وژلي دي. فرانس پریس د وږي په ۱۵مه، خبر ورکړی چې سږ کال د دغو وسه والو د اوښتو دا دویمه پېښه ده. سرچینې زیاته کړې، چې درې واړه ترهګر د تېرې اګست نور
د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د یوه ځانمرګي له امله نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا برید د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د بنو په جاني خېلو سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان شوی و. د پاکستان د پوځ له خوا په یوه نور
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن وایي، له کانګرېس څخه یې غوښتي دي چې په دغه هېواد کې د افغانانو د دایمې مېشتېدنې لپاره پلان تصویب کړي. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړه وتلو د دوهمې کلیزې په مناسبت په یو بیان کې کړې نور
د امریکا د کورني امنیت وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له دوو کلونو پوره کېدو سره ویلي، دوی د تخلیې پروګرام له لارې څه باندې ۱۱۵ زره افغانانو ته پناه ورکړې ده. دوه کاله مخکې، د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په ۳۰مه د وروستي امریکایي سرتېري په وتلو سره له افغانستانه نور
د افغانستان په ګډون د یوه ورځني کرکټ اسیایي جام سیالیو په لومړۍ ورځ کوربه پاکستان نیپال ته ماتې ورکړه. دا لوبه چې د پاکستان په ملتان ښار کې ترسره شوه، پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، پاکستانۍ لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۲ نور
د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې د اورلګېدنې پېښه کې شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. بيبيسي نن په یوه راپور کې ویلي، د جوهانسبرګ ښار اپارتمانونو په یوه بلاک کې د اورلګېدو له امله شاوخوا ۶۳ کسان مړه شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي. نور
د نورستان سیمهییرمسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمتال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې څلور ورځې مخکې اورلګېدنه رامنځته شوې چې لا هم دوام لري. د نورستان د چاپيريال ساتنې ادارې ريیس مولوى سرتاجالدين ساپي وویل، د برګمتال ولسوالۍ د نيک موک سیمې په یوه ځنګل کې د تېرو څلورو ورځو راهيسې اور لګېدلى نور