د تکواندو افغان لوبغاړي ذبیح‌الله شهزاد په سوېلي کوریا کې د تکواندو نړېوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال وګاټه

۳۲ کلن شهزاد چې سپورټي خبریال او د تکواندو فدراسیون ویاند هم دی، وتوانېد چې د دوولسو سمنټي تختو په ماتولو سره خپل کوریایي سیال ته چې څو ځلې یې په نړېواله کچه اتلولۍ خپلې کړې، ماتې ورکړه او د سرو زرو مډال یې خپل کړ.

هغه له یادې سیالۍ وروسته په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي: «په دې سیالیو کې ګډون او د سرو زرو مډال ګټل زما لپاره یو خوب و چې نن رښتیا شو؛ د هېوادوالو د دعاګانو په برکت الله تعالی ما ته دا ویاړ راوباښه.»

شهزاد وایي، افغانستان وکولای شول۱۹ کاله وروسته د تکواندو نړېوال فسټیوال سیالیو کې دغه مډال ترلاسه کړي؛ د وروستي ځل لپاره افغانستان په ۲۰۰۴ کال کې دغه مډال ګټلی و.

Views: 9