د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب غلام کاسي په کوېټه کې د نامعلومو وسله والو له خوا و وژل شو. د دغه ګوند رهبر اسفندیار ولي خان د وږي په ۲۸مه پر اېکس شبکه کې لیکلي چې کاسي د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار نور
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په نړۍ کې ۳۳۳ میلیونه ماشومان په سخته بېوزلۍ کې ژوند کوي او د ورځې په ډېر کم عاید خپل ژوند تېروي. یونیسف په یوه خپاره کړي راپور لیکلي، د دغه بنسټ او نړۍوال بانک ارزونې له مخې، د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه د نور
رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام پلازمېنه هانوي کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د یاد هېواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه تېره شپه پيل او تر ۲ بجو يې دوام وکړ. تر اوسه د نور
په افریقایي هېواد مراکش کې د سختې زلزلې له امله څه د پاسه څلورو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، دغه زلزله د وږي په ۱۸مه، پر ځایي وخت تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد هېواد د مرکز د سوېل لوېدیځ ۷۰ کیلومترۍ کې د «ایغیل» په نوم غرنیزه نور
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو د جرمونو تر نړېوالې محکمې لس کیلو متره په لوڅو پښو ولاړل او د محکمې مسوولینو ته یې د پاکستان پر خلاف خپله پرېکړه لیک وسپارله. د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپا څانګې لخوا د وږي په ۱۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غورځنګ د ايټاليا، نور
د اوکراین پارلمان د دغه هېواد دفاع وزارت لپاره د ولسمشر زیلنسکي له خوا نوماند مسلمان وزیر رستم عمروف ته د باور رایه ورکړې ده. د راپورونو له مخې، د اوکراین د پارلمان ۳۳۸ غړو د چهارشنبې په ورځ (وږي ۱۵مه) د دغه هېواد د دفاع وزیر په توګه د عمروف په ملاتړ رایه ورکړه. رستم نور
د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبر پښتونخوا په چترال سیمه کې د یوې نښتې پر مهال څلور سرتیري او ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو د وږي په ۱۵مه، د شپې ناوخته خبر ورکړی چې دا نښته د چترال په کیلاش سیمه کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې رامنځته شوې ده. نور
د تاجکستان حکومت ادعا کړې چې له افغانستان څخه اوښتي د انصار الله وسله والې ډلې درې تنه وسله وال کسان یې وژلي دي. فرانس پریس د وږي په ۱۵مه، خبر ورکړی چې سږ کال د دغو وسه والو د اوښتو دا دویمه پېښه ده. سرچینې زیاته کړې، چې درې واړه ترهګر د تېرې اګست نور
د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د یوه ځانمرګي له امله نهه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې دا برید د پنجشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د بنو په جاني خېلو سیمه کې د پوځ پر یوه کاروان شوی و. د پاکستان د پوځ له خوا په یوه نور
د راپورونو له مخې، د سویلي افریقا په جوهانسبرګ ښار کې د اورلګېدنې پېښه کې شاوخوا ۶۳ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي. بيبيسي نن په یوه راپور کې ویلي، د جوهانسبرګ ښار اپارتمانونو په یوه بلاک کې د اورلګېدو له امله شاوخوا ۶۳ کسان مړه شوي او له ۴۰ ډېر ټپیان دي. نور