په افریقایي هېواد مراکش کې د سختې زلزلې له امله څه د پاسه څلورو زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، دغه زلزله د وږي په ۱۸مه، پر ځایي وخت تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یاد هېواد د مرکز د سوېل لوېدیځ ۷۰ کیلومترۍ کې د «ایغیل» په نوم غرنیزه سیمه کې شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د مراکش د کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د مراکش جیوفیزیک مرکز د یادې زلزلې درجه د ریښتر ۷،۲ ښودلې، خو د امریکا د ځمک‌پېژندنې اداره د دې زلزلې درجه د ریښتر ۶،۸ او ژوروالی یې په ځمکې کې ۱۸،۵ کیلومتر ښیي.

سرچینې زیاته کړې چې یادې زلزلې د دغه هېواد الحوض، ورزازات، مراکش، ازیالال، چیچاوا او تارودانت ولایتونه لړزولې دي.

د راپور له مخې، د دې زلزلې له امله ډېرې ودانۍ ویجاړې شوې او د مراکش د بېلابېلو ښارونو خلک د شپې مهال له خپلو کورونو سړکونو ته وتلي وو.

د مراکش چارواکو ویلي، چې د زلزلې مرکز ته تر ټولو نږدې او د لوی ښار مراکش اوسېدونکو ویلي، په دغه ښار کې یو شمېر تاریخي ودانۍ چې له یونسکو سره ثبت دي، هم نړېدلې دي.

د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر اوسه د زلزلې له امله تر دوه زرو ډېر کسان مړه او ۲۱۰۰ نور نور ژوبل شوي دي، خو دا یې هم ویلي، چې د مرګ ژوبلې دا ارقام لومړني دي، ښايي شمېره یې نوره هم ډېره شي.

ترکي اژانس (انادولو) د مراکش د ځینو چارواکو له خولې خبر ورکړی چې تر اوسه ۱۰۳۲ مړي راویستل شوي او ۱۲۴۵ نور کسان ژوبل شوي دي.

بلخوا اروپایي ټولنې او عربي هېوادونو له مراکش سره د بیړنیو مرستو اعلان کړی او ځینو هېوادونو د ژغورنې عملیاتو کې د مرستې په موخه خپلې ډلې استولې دي.

مراکشي چارواکو ویلي چې دا په ۱۲۰ کلونو کې تر ټولو خونړۍ زلزله ده چې په دې هېواد کې شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړې ده.

 

Views: 44