د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب غلام کاسي په کوېټه کې د نامعلومو وسله والو له خوا و وژل شو.

د دغه ګوند رهبر اسفندیار ولي خان د وږي په ۲۸مه پر اېکس شبکه کې لیکلي چې کاسي د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار ته څېرمه په کچلاغ سړک کې د هدفي وژنو په ترڅ کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې نوموړی یو سوله دوست انسان او د ګوند مهم غړی وو.

اسنفدیارولي خان ویلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې خو حکومت یې جدی اقدامات نه کوي.

د بلوچستان پولیسو رسینو ته د هغه وژنه تایید کړې او ویلي دی چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د تحریک طالبان پاکستان لخوا د عوامي نېشنل ګوند ګڼ شمېر مشران او غړي وژل شوي دي.

Views: 17