د اوکراین پارلمان د دغه هېواد دفاع وزارت لپاره د ولسمشر زیلنسکي له خوا نوماند مسلمان وزیر رستم عمروف ته د باور رایه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، د اوکراین د پارلمان ۳۳۸ غړو د چهارشنبې په ورځ (وږي ۱۵مه) د دغه هېواد د دفاع وزیر په توګه د عمروف په ملاتړ رایه ورکړه.

رستم عمروف له دې مخکې د دولتي املاکو د صندوق مشر و او اولیکسي رزنیکوف پر ځای د اوکراین دفاع وزیر شو.

له دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دفاع اوسنی وزیر اولیکسي رزینکوف یې له دندې لرې کړی او پر ځای یې رستم عمروف دغه وزارت ته نومولی دی.

رزینکوف په اوکراین د روسیې له یرغل څخه درې میاشتې مخکې د دفاع وزیر ټاکل شوی و.

دغه راز اوکراین ولسمشر دا ونه ویل چې د دفاع وزیر یې ولې بدل کړی خو دومره یې وویل چې دفاع وزارت «نوي چلند» ته اړتیا لري.

زیلینسکي زیاته کړې وه چې پخوانی د دفاع وزیر اولیکسي رزینکوف د روسیې له یرغل راهیسې څه باندې ۵۵۰ ورځې د جګړې مشري وکړه او په وینا یې چې اوس دا وزارت تازه روش ته اړتیا لري.

هغه ویلي وو: «رستم عمروف باید د دفاع وزارت مشري وکړي، له پارلمانه تمه لرم چې د دغه کاندید ملاتړ وکړي.»

رستم عمروف د اوکراین د کرایمیا د تاتار قبیلې غړی دی، خو د پخواني شوروی اتحاد غړي هېواد قزاقستان کې زېږېدلی او ۵۷ کاله عمر لري.

ویل کېږي چې هغه له تېر کال راهیسې پر یو شمېر اقتصادي موضوعاتو او د بندیانو د تبادلې په برخه کې له روسیې سره څو ځلې مذاکرات کړي او له هغوی سره په اړیکو کې پراخه تجربه لري.

د اوکراین ولسمشر په داسې مهال د هېواد د دفاع وزیر بدل کړی چې کیف له روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید کولو عملیات پیل کړي او د اروپایي اتحادیې په غوښتنې یې د فساد او رشوت خورۍ پر ضد عمومي هلې ځلې پیل کړې دي.

Views: 8