رسنیو راپور ورکړی چې د ویتنام پلازمېنه هانوي کې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۵۶ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د یاد هېواد د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه تېره شپه پيل او تر ۲ بجو يې دوام وکړ.

تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل په ډاګه شوی نه دی خو ګواهانو ویلي چې اورلګېدنه د ودانۍ له پارکینګ څخه چې له موټرسایکلو ډک و، پیل شوه.

دغه اورلګېدنه داسې مهال رامنځته شوې چې د دغه هېواد چارواکو خبرداری ورکړی وو چې په نوو جوړ شوو ودانیو کې ایمني مقررات نه دي مراعات شوي.

 

Views: 8