د راپورونو له مخې، د پخواني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستانه ته د لېږدول شویو چورلکو له ډلې اووه بلکهاک هلیکوپټرې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي. د ځینو راپورونو له مخې، په تېره زمري میاشت کې د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال تر څلوېښت ډېرې الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي. پژواک د ازبکستاني رسنیو له قوله خبر ورکړی چې د یادو چورلکو له ډلې، اووه بلک هاک هلیکوپټرې یې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي. راپور کې راغلي، دا خبره د ازبیکستان د وسلهوالو ځواکونو د جوړېدو د ۳۳مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې، چې په واشنګټن کې د ازبیکستان په سفارت کې جوړ شوي وو، افشا شوې ده. سرچېنې زیاته کړې، دا هغه ۷ هلیکوپټرې دي، چې د کار وړ ګڼل شوې دي او د امریکا دفاع وزارت مرستیال، ډېوېس فلوریک له ازبیکستانه د اوږدمهالې نظامي ملګرتیا او د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له همکارۍ مننه او ستاینه کړې ده. تر دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې ورسره دي، په ټینګار سره غوښتي و چې دغه الوتکې افغانستان ته وسپاري او افغانستان دې غبرګون ته نه اړ کوي. Views: 16
د اغا خان پرمختیایي بنسټ او د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر کریم اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې مړ شوی دی. د اغا خان پرمختیایي شبکې پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې د ځایناستي ټاکل کېدو اعلان به یې وروسته وشي. د راپورونو له نور
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخواني سیاستوالو د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رښتیا وي، ښه نه دي شوي او هغوی باید د ایاېسای د لوبو مهرې ونه ګرځي. دا په داسې حال کې ده چې نور
یوناما او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپی شوی دی. یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د یوناما په نور
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که هېوادونه له امریکا سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل غواړي نو دغه بهیر دې د امریکایي زندنیانو په خوشي کولو پیل کړي. خلیلزاد دغه څرګندونې افغانستان، روسیې، ایران، سوریې، ونزویلا او کانګو ته په اشاره کړي دي. هغه لیکلي: «که د نور
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو زېرمو د وچېدو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. اوچا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو سرچينو د وچېدو له امله د اوبو له نور
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر وایي چې په روانه جنوري میاشت کې په دغه هېواد کې لس افغانان اعدام شوي دي. د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې نور
د خوست ولايتي مسوولين وايي چې تېره شپه نامالومو کسانو د دې ولایت عليشیر ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لس تنه وژلي دي. د خوست د والي وياند مستفغر ګربز پژواک ته وويل، تېره شپه د دغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د اوبوخانې سيمه کې وسلهوالو پر يوه کور بريد کړی او لس کسان يې نور
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، که په افغانستان کې تر هغو د ډېرو امریکایانو د زنداني کېدو ادعا رښتیا وي چې راپور یې ورکړل شوی، نو امریکا به د طالبانو پر مشرانو کېدای شي تر اسامه بن لادن لوړ انعام اعلان کړي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: نور
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته، د دغه هېواد د ټولو بهرنیو مرستو پروژې درول کېږي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې متحده ایالات له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د څېړلو سپارښتنه وکړه، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت نور