په داسې حال کې چې د تورخم لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، له کابله یو لوړپوړی پلاوی د دې لارې د خلاصون په موخه تورخم ته سفر کوي. مسوولین وايي، دغه پلاوی به په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي او د نور
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه برېتانویان، یو امریکایيالاصله چیني او یو افغان همکار یې نیول شوي دي. ۷۹ کلن پېټر رینولډز او د هغه ۷۵ کلنه برېټانوۍ مېرمن باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي او اوس د کورنیو چارو په وزارت کې دي. سرچینې زیاته کړې چې دې برېټانوي جوړې نور
د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړهلیک لاسلیک شو. د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادانوم دغه خبر تېره شپه پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی. هغه زیاته کړې، د ملک سلمان بنسټ نور
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د تورخم دروازه نن د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده. په تورخم کې د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عرفات مهاجر پژواک خبري اژانس ته وويل چې تورخم لاره نن هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې د پاکستاني چارواکو له خوا نور
ننګرهار کې مسوولین وايي چې د پاکستاني لوري له خوا تورخم دروازه نن د دویمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې چې له امله یې مسافر او ناروغان له ستونزو سره مخ دي. د ننګرهار ولايت د امنیې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد د کب په ۵مه پژواک ته وويل نور
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې نن سهار پاکستاني لوري تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده. د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د کب په ۴مه پژواک ته وویل چې تورخم دروازه نن سهار د پاکستاني لوري له خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې نور
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بنیټ راتلونکې اونۍ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۸مې غونډې ته خپل راپور وړاندې کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا په اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو د وضعیت نور
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند، ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي پژواک سره په خبرو کې دغه نښته تایید کړه خو په اړه یې نور جزییات ور نه کړل. بل خوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست کې یوه سرچېنه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي،نښته هغه مهال رامنځته شوه چې افغان نور
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د «داعش د ګواښونو» او د ملګرو ملتونو سرمنشي د شپږ میاشتني راپور د څېړلو په اړه ځانګړې غونډه وکړي. سرچینې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې د داعش د خراسان څانګه هم په افغاستان نور
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې یاده ناسته د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړه شوې ده. یاد نور