د زدهکړو له نړۍوالې ورځې سره هممهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي. د یادونې ده چې د زدهکړو نړیواله ورځ هر کال د جنوري په ۲۴مه د نړۍ نور
د چین بهرنیو چارو وزارت په تخار ولایت کې د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي. د تخار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو سرپرست محمداکبر حقاني تېره ورځ ویلي و چې وړمه شپه، د لي په نوم یو چیني وګړی پرته له دې چې د دفتر مسوولین او امنیتي چارواکي په جریان کې کړي، له خپل ژباړن سره د نامعلوم ځای په مقصد روان شوی و. هغه ویلي و چې دغه چیني وګړی د دشت قلعه پر لار د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوی خو ژباړن ته یې کوم زیان نه دی رسېدلی. د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماو نېنګ په یوه خبري غونډه کې په تخار کې د یوه چینايي وګړي پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د دغه ډول کړنو غندنه یې کړې ده. هغې له طالبانو غوښتي چې د “لي” په نوم د دغه چینايي د وژل کېدو د پېښې څېړنه وکړي. هغې دغه راز غوښتنه کړې چې د یادې پېښې عاملین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. Views: 11
د امریکا له زندانه د امریکايي وګړو په تبادله کې ازاد شوی افغان بندي خانمحمد نن ننګرهار ته راورسېد چې د ځايي خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. خانمحمد په یادو مراسمو کې د ننګرهار له مسوولینو مننه وکړه چې د ده هرکلی يې وکړ او خوښي يې وښوده چې له نږدې شل کاله نور
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي. ډان ورځپاڼې د ګنډاپور له قوله راپور ورکړی چې دغه پلاوی به په راتلونکو اونیو کې افغانستان ته سفر وکړي. ګنډاپور له دې مخکې ادعا کړې نور
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که ټاکل شوې وي چې امریکا له افغانستان سره مرستې وکړي، نو افغانستان یې دې پوځي تجهیزات بېرته ورکړي، خو د شنونکو په اند، دغه تجهیزات د افغانانو حق دی او که امریکا یې غواړي نو بیا دې افغانستان ته د ورانیو تاوان هم ورکړي. ټرمپ تېره ورځ نور
د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د نړۍ د روغتیا بېړني وضعیت ته د رسېدو لپاره د کال یونیم میلیارد ډالرو نور
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په اسلامي ټولنو کې د نجونو زدهکړو د فرصتونو او ننګونو په تړاو په اسلاماباد کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان کنفرانس د اعلامیې هرکلی وکړ او زدهکړې یې د نجونو یو مسلم حق بللی دی. د نجونو د زدهکړو په اړه په اسلاماباد کې د اسلامي نړۍ نور
د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي په داسې حال کې چې ویل یې په اسلام کې د نجونو د زدهکړو لپاره کوم بندیز نشته زیاته کړه، د نجونو زدهکړو په اړه له شته ناسمو باورونو سره باید د اسلامي امت ټول علما په ګډه مبارزه وکړي. د نجونو د زدهکړې په اړه نړۍواله ناسته پرون نور
د عامې روغتیا وزارت وایي، سږ کال د ژمي له پیل تر اوسه روغتیایي مرکزونو ته ۸۹۴ کسان د ګازنیونې له امله وروړل شوي چې ۲۴ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي، سږ کال د ژمي له پیله تر اوسه روغتیایي مرکزونو ته ۸۹۴ نور
د کونړ ځينې اوسیدونکي وايي، تېره شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي. حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د نور