د اغا خان پرمختیایي بنسټ او د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر کریم اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې مړ شوی دی.

د اغا خان پرمختیایي شبکې پر خپله اېکس‌پاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې د ځای‌ناستي ټاکل کېدو اعلان به یې وروسته وشي.

د راپورونو له مخې، د اغا خان پرمختیایي شبکه ۶۹ زره کارکوونکي لري، کلنۍ بودجه یې نږدې یو میلیارد امریکایي ډالره ده، د نړۍ په څه باندې ۳۰ هېوادونو کې د روغتیایي خدماتو، کورونو، تعلیم او کلیوالي اقتصادي پرمختګ لپاره کار کوي.

یاد بنسټ په افغانستان، بنګله‌دېش او تاجکستان کې د اغا خان په نوم روغتونونه هم لري.

Views: 3