د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخواني سیاستوالو د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رښتیا وي، ښه نه دي شوي او هغوی باید د ای‌اېس‌ای د لوبو مهرې ونه ‌ګرځي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر سرچینو په ترکیه کې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د ځینو پخواني افغان سیاستوالو لکه عبدالرشید دوستم، صلاح‌الدین رباني‌، عبدرب الرسول سیاف، محمدمحقق او کریم خلیلي د لیدنې په اړه راپورونه خپاره کړي خو یادو افغان سیاستوالو او پاکستاني چارواکو دغه راپورونه نه دي تایید کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د پاکستان د ای‌اېس‌ای له چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخوانیو رهبرانو چې اوس په ترکیه کې ژوند کوي، د لیدنې په اړه راپورونه خپاره شوي، که دا رښتیا وي، ښه نه دي شوي او د دې څرګندونه کوي چې ګواکې اسلام‌اباد غواړي له هغوی د تبلیغاتو او په افغانستان کې د وژنو او تاوتریخوالي پراخولو لپاره د ځوانانو جذبولو کې کار واخلي، په داسې حال کې چې خپله په تبعید کې هوسا ژوند لري.»

هغه لیکلي، یاد پخواني رهبران باید له دې ډېر وپوهېږي چې باید د ای‌اېس‌ای د لوبو مهرې ونه ‌ګرځي.

د هغه په خبره، احتمالاً د پاکستان امنیتي اداره غواړي له یادو رهبرانو او جذب کړي ځواکه «له طالبانو د امتیاز اخیستو او چنې وهلو د پاڼو په توګه کار واخلي او بیا یې خوشي کړي»‌ لکه څنګه چې مخکې له دوی یو شمېر نورو په مستقیم ډول دغه کار تجربه کړی دی.

Views: 13