د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) د «داعش د ګواښونو» او د ملګرو ملتونو سرمنشي د شپږ میاشتني راپور د څېړلو په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

سرچینې لیکلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي چې د داعش د خراسان څانګه هم په افغاستان کې او هم له دغه هېواده د باندې یو ګواښ ګڼل کیږي.

دغه‌راز دغه راپور کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر پخواني سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني وروستي برید ته هم اشاره شوې ده.

راپور کې راغلي: «دا برید ممکن په افغانستان کې د امنیت ساتلو برخه کې د طالبانو د وړتیا په اړه د هغوی د ادعاوو د کمزوري کولو لپاره یوه هڅه وي.»

خلیل‌الرحمن حقاني د روان کال د لېندۍ په ۲۱ مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کې په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راپورونو له مخې، پر خلیل‌الرحمن حقاني د برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

Views: 4