د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ او د روغتیا نړۍوال سازمان ترمنځ د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ویروس مخنیوي په موخه د ۵۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادانوم دغه خبر تېره شپه پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی دی.

هغه زیاته کړې، د ملک سلمان بنسټ له لوري دغه مرسته به ژر په افغانستان او پاکستان کې د ماشومانو ګوزڼ ویروس د مخنیوي په موخه ولګول شي.

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین درې ورځنی فرعي کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې به یې ۶،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.

Views: 3