د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې درې پولیس پهکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. پژواک نن په یوه راپور کې ویلي چې تېره شپه یوې ډلې وسلهوالو چې پر درنو وسلو سمبال وو، د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر یوه چکپاینټ برید کړی چې نور
د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو شپږمه ناسته ترسره شوه. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې یاده ناسته د دغه هېواد په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړه شوې ده. یاد نور
د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو په وروستۍ تبادله کې د دواړو لورو ۳۰۰ بندیان خوشي شوي دي. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تبادله پرون (چهارشنبه) د متحده عربي اماراتو په منځګړيتوب شوې ده. د راپور پر بنسټ، مسکو او کییف هم تایید کړې چې په یاده تبادله نور
د راپورونو له مخې، د پخواني حکومت د ړنګېدو پر مهال، له افغانستانه ازبکستانه ته د لېږدول شویو چورلکو له ډلې اووه بلکهاک هلیکوپټرې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي. د ځینو راپورونو له مخې، په تېره زمري میاشت کې د مخکني حکومت د ړنګېدو پر مهال تر څلوېښت ډېرې الوتکې او چورلکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې دي. پژواک د ازبکستاني رسنیو له قوله خبر ورکړی چې د یادو چورلکو له ډلې، اووه بلک هاک هلیکوپټرې یې بېرته امریکا ته سپارل شوې دي. راپور کې راغلي، دا خبره د ازبیکستان د وسلهوالو ځواکونو د جوړېدو د ۳۳مې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې، چې په واشنګټن کې د ازبیکستان په سفارت کې جوړ شوي وو، افشا شوې ده. سرچېنې زیاته کړې، دا هغه ۷ هلیکوپټرې دي، چې د کار وړ ګڼل شوې دي او د امریکا دفاع وزارت مرستیال، ډېوېس فلوریک له ازبیکستانه د اوږدمهالې نظامي ملګرتیا او د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې له همکارۍ مننه او ستاینه کړې ده. تر دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې ورسره دي، په ټینګار سره غوښتي و چې دغه الوتکې افغانستان ته وسپاري او افغانستان دې غبرګون ته نه اړ کوي. Views: 16
د اغا خان پرمختیایي بنسټ او د نړۍ د اسماعیلیه فرقې مشر کریم اغا خان د ۸۸ کلونو په عمر د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې مړ شوی دی. د اغا خان پرمختیایي شبکې پر خپله اېکسپاڼه د یادو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې د ځایناستي ټاکل کېدو اعلان به یې وروسته وشي. د راپورونو له نور
د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز درې پولیس وسلهوالو له ځان سره بیولي دي. مشال راډیو نن په یوه راپور کې ویلي، د جنوبي وزیرستان په شکتوی سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د وسلهوالو برید کې څلور پوځیان وژل شوي او اووه نور
د راپورونو له مخې، سویډن کې پر یوه ښوونځي وسلهوال برید کې د بریدګر په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. پېښه د سویډن په اوریبرو ښار کې په یوه ثانوي ښوونځي کې شوې ده. راپور کې راغلي چې په برید کې د بریدګر په ګډون لس کسان وژل شوي او د نور
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان په شلاوریزو لوبو کې د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو د نړۍ په کچه لومړی توپاچوونکی شو. راشدخان پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د خدای شکر ادا کوي چې په کرکټ کې یې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. هغه زیاته کړې: «موږ چې هر څه يو، د وطن نور
د سوریې د انتقالي حکومت رییس له سعودي عربستان وروسته نن د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ځي. د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون (ټيارټي) راپور ورکړی چې د سوریې د انتقالي حکومت رییس احمد شرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي. د یاد راپور له مخې، دواړه خواوې به د اقتصادي، نور
د راپورونو له مخې، د سوډان په سوېل او لوېدیځ کې د پوځ او مخالفې وسلهوالې ډلې ترمنځ په تازه نښتو کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي. د سوډان په سوېل کې پر «کوردوفان» سیمه د توغندیز برید په پایله کې لږ تر لږه ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی نور