د خیبر پښتونخوا په کرک ولسوالي کې وسله‌والو پر یوه چک‌پاینټ برید کړی چې درې پولیس په‌کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

پژواک نن په یوه راپور کې ویلي چې تېره شپه یوې ډلې وسله‌والو چې پر درنو وسلو سمبال وو، د کرک ولسوالۍ په بهادرخېلو سیمه کې پر یوه چک‌پاینټ برید کړی چې درې پولیس په‌کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې څلور ټپیان د درملنې لپاره د کرک ولسوالۍ مرکزي روغتون او دوه نور چې روغتیايي حالت یې نازک ښودل شوی، پېښور ته وړل شوي دي.

سرچینې د کرک امنیتي چارواکو له قوله لیکلي، بریدکوونکي د پولیسو له ځوابي ډزو وروسته له سیمې تښتېدلي او د نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

ویل کېږي له پېښې وروسته په ټوله سیمه کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې هم وسله‌والو پر یوه امنیتي پوسته برید کې څلور پوځیان وژلي او اووه نور ټپیان کړي وو.

Views: 11