د خیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز درې پولیس وسله‌والو له ځان سره بیولي دي.

مشال راډیو نن په یوه راپور کې ویلي، د جنوبي وزیرستان په شکتوی سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله‌والو برید کې څلور پوځیان وژل شوي او اووه  نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د سیمه‌ییزو امنیتي چارواکو له قوله لیکلي چې وسله‌والو تېره شپه ۱۱ بجې د (فبرورۍ ۴مه) د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کې د پوځ پر امنیتي پوستې برید کړی او وروسته نښته شوې ده.

په راپور کې راغلي، له پېښې وروسته وژل شوي او ټپي سرتېرې په چورلکه کې پوځي روغتون ته لېږدول شوي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله‌والو د لټون په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

بلخوا، نن د جنوبي وزیرستان په سپینې مېنې سیمه کې وسله‌والو درې پولیس له خپلو کورونو ایستلي او له ځان سره یې بیولي دي.

په راپور کې راغلي چې د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې سلواغې میاشتې په ۱۲مه هم د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا نښتو کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.

Views: 14