د راپورونو له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګي بندیانو په وروستۍ تبادله کې د دواړو لورو ۳۰۰ بندیان خوشي شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تبادله پرون (چهارشنبه) د متحده عربي اماراتو په منځګړيتوب شوې ده.

د راپور پر بنسټ، مسکو او کی‌یف هم تایید کړې چې په یاده تبادله کې د دواړو هېوادونو د هره یوه ۱۵۰ جنګي بندیان خوشي شوي دي.

په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په یوه پیغام کې ویلي: «د خوشې شوو کسانو له ډلې ځینې یې تر دوو کلونو ډېر په بند کې وو.»

هغه داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د هېواد سرتیري یې د اوکراین له بیرغ سره په یوه موټر کې خپل هېواد ته پر لاره دي.

د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې ۱۵۰ اوکرایني بندي سرتیري یې په کي‌یف کې له ۱۵۰ روسي زنداني سرتېرو سره تبادله کړي دي.

د دغه وزارت په وینا، د روسیې سرتیري خپل هېواد ته له راستنېدو مخکې په بلاروس کې تر طبي معایناتو لاندې وو.

د یادونې ده چې متحده عربي اماراتو له دې مخکې هم د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د جنګي بندیانو د تبادلې برخه کې منځګړیتوب کړی و.

Views: 6