د اریانا افغان هوایي شرکت یو انجنیر توانېدلی چې د یوه کال په موده کې په لومړي ځل یوه الوتکه چې د څلورو کسانو لېږدولو وړتیا لري، جوړه کړي.

نن ملي ټلویزون د یو ویډیويي کلیپ  په خپرولو سره ویلي چې د دغه شرکت یو انجنیر داوود فیضي توانېدلی چې د یوه کال په موده کې د یاد شرکت په بودجه یوه الوتکه چې د څلورو کسانو لېږدولو وړتیا لري، جوړه کړي.

نوموړی په دغه کلیپ کې وایي: «ډېره لېوالتیا مې لرله او د اریانا شرکت د رییس په مرسته مې د یادې الوتکې په جوړولو پیل وکړ، دا الوتکه له ۱۴ تر ۱۵ زره فوټه په ارتفاع د الوتنې وړتیا لري او کولی شي چې له څلور تر څلورنیم ساعتونو پورې پرواز وکړي.»

د اریانا افغان هوایي شرکت رییس رحمت‌الله رحیم اغا وایي، له اویا کلونو وروسته د یاد شرکت انجنیرانو د الوتکو انجینونو ترمیم هم پیل کړی چې دا یوه ښه لاسته راوړنه ده.

سرچینې زیاته کړې چې د اریانا هوایي شرکت خپلو کاري ساحو کې د خپلو نقلیه وسایطو د ترمیم وړتیا هم لري.

 

Views: 48