د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیله تر اوسه ۲۸۹ ماشومان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تللو پر مهال مړه شوي دي.

یونیسف دغه څرګندونې تېره ورځ په خپل يوه راپور کې کړې دي.

په راپور کې راغلي، يوازې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۳۰۰ ماشومان د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته رسېدلي دي.

د سرچینې معلوماتو له مخې، له ۲۰۱۸ کال راهیسې شاوخوا ۱۵۰۰ ماشومان د مدیترانې له سمندرګي د تېرېدو پر مهال مړه او یا ورک شوي دي.

د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۴مه د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال مړه شوي دي.

 

Views: 7