د بښنې نړېوال سازمان یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د “قلم لار”  ټولنې مشر او د نجونو زده کړو ملاتړي مطیع‌الله ویسا د خوشي کېدو غوښتته کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه په پاڼه لیکلي، چې د مطیع الله ویسا د نیولو او په بند کې ساتلو درې میاشتې پوره شوې.

سرچینې زیاته کړې: “د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په پرله پسې ډول په بند کې د هغه ساتل د بیان د ازادۍ د حق او په سوله‌ییز ډول د غونډو جوړولو د حق څخه څرګنده سرغړونه ده. د طالبانو واکمنه اداره باید په عاجل ډول او پرته د قید او شرط څخه مطیع الله ویسا خوشی کړي”.

د راپورونو له مخې، سرپرست حکومت مطیع الله ویسا درې میاشتې وړاندې د کابل د خوشال خان په سیمه کې ونیو او د هغه تر نیولو یوه ورځ وروسته یې د هغه کور تالاشي کړ.

د مطیع الله ویسا کورنۍ د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښنه ښيودلې او ویلي دي، چې تر نیولو وروسته ورسره هیڅ ډول اړیکې نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان تر دې مخکې هم د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

 

Views: 36