د بښنې نړۍوال سازمان په تېر کال ۲۰۲۳ کال کې د اعدامونو له ډېرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې په ټوله نړۍ کې یو زر او ۱۵۳ کسان اعدام شوي او دا په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړ ارقام دي چې ثبت شوي دي. یاد سازمان په نور
د غزې سوېل کې پر رفح ښار د اسرائيلي ځواکونو وروستي هوايي بريدونه په نړۍواله کچه غندل شوي او له اسرائيل یې د ژر تر ژره درولو غوښتنه شوې، بلخوا د م.م امنیت شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه جوړوي. د بيبيسي د راپور له مخې، دغه بريدونه د تېرې يکشنبې په شپه د بېځايه نور
په تېرو درېیو ورځو کې د امریکا په څلورو ایالتونو کې د سخت توپان او بوړبوکیو له امله ۲۱ کسان مړه شوي دي. رويټرز خبري اژانس نن (سه شنبه) راپور ورکړی چې دغه کسان په ارکانزاس، تګزاس، کنتاکي او اکلاهما ایالاتونو کې مړه شوي دي. راپور کې راغلي چې د دغه توپان او بوړبوکیو له نور
د هند د ګجرات ایالت په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي. د کارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه پرون مازدیګر (د غبرګولي ۵مه) رامنځته شوې او په مړه شوو کې نهه ماشومان هم شامل دي. د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم خو د ګجرات ایالت لومړي وزیر نور
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، که چېرې اوکراين د بريټانيا له وسلو په کار اخیستو سره پر روسیه بريد وکړي، نو دغه هېواد به هم د بريټانيا پر خاوره بريد وکړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا دغه څرګندونې پرون (پنجشنبې) په خپله نور
د ناورې دولت اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني؛ له دې سره هممهاله رسنیو راپور ورکړی چې ایرلنډ او اسپانیا به ډېر ژر فلسطین په رسمیت وپېژني. د رویټرز د راپور له مخې، د ناورې لومړي وزیر یوناس ګهر استور نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲مه) د مخکنیو نور
د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له ایران سره د هغه چورلکې لوېدو پېښې په تړاو پلټنې ته چمتو دی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي او څو نور لوړپوړو چارواکو په کې ژوند له لاسه ورکړ. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د مقننه قوې (دوما) نور
د ګلوبل ایکسپرېشن «Global Espression» په نوم سازمان د بیان ازادۍ په اړه راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د نړۍ تر نیمایي ډېر (څلور عشاریه دوه میلیارده) وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي. د یاد سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د بیان ازادۍ له نور
د ختیځ اذربایجان د اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر ویلي چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره مل کسانو جنازې تبریز ته لېږدول شوې او د راتلونکې پنجشنبې ورځ په مشهد کې خاورو ته سپارل کېږي. ایرنا اژانس د ختیځ اذربایجان اسلامي تبلیغاتو عمومي مدیر سیدمحمود حسیني له قوله راپور ورکړی چې د یادو نور
د ایران مذهبي مشر، د دغه هېواد د ولسمشر او څو لوړپوړو چارواکو د مړینې له امله پنځه ورځنی ماتم اعلان کړی دی. د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي پر رسمي اېکسپاڼه لیکل شوي: «زه پنځه ورځې عمومي ماتم اعلانوم او خپل ولس ته تسلیت وایم.» خامنهیي وروسته له هغه دغه هېواد کې د پنځهورځني ماتم نور