د هند د ګجرات ایالت په یوه تفریحي پارک کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي.

د کارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه پرون مازدیګر (د غبرګولي ۵مه) رامنځته شوې او په مړه شوو کې نهه ماشومان هم شامل دي.

د اورلګېدنې لامل نه دی معلوم خو د ګجرات ایالت لومړي وزیر ویلي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د هند د ګجرات ځايي چارواکو ویلي چې یو شمېر جسدونه نه پېژندل کېږي او د اورلګېدنې په تړاو تر اوسه درې کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غبروګولي ۳مه) په دغه هېواد کې د کيمیاوي توکو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۹ کسان مړه او ۶۴ نور ټپیان شوي وو.

 

Views: 11