د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له ایران سره د هغه چورلکې لوېدو پېښې په تړاو پلټنې ته چمتو دی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي او څو نور لوړپوړو چارواکو په کې ژوند له لاسه ورکړ.‎

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد د مقننه قوې (دوما) له رییس سره کتنه کې ویلي: «که زموږ همکاران دې ته اړتیا ولري، موږ د دې پېښې د عواملو معلومولو لپاره له هغوی څخه ملاتړ او مرستې ته چمتو یو.‎»

هغه د ابراهیم رییسي مړینه یوه لویه ضایعه بللې ده.

پوتین زیاته کړې چې مسکو به د روسیې او ایران ترمنځ د اړیکو د دوام لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان کې د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې ابراهیم رییسي، ایت‌الله ال‌هاشم، ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، مالک رحمتي، سردار سیدمهدي موسوي، د ولسمشر د ساتنې قطعې قوماندان، د چورلکې خدمه او یو شمېر نورو ساتونکو ژوند له لاسه ورکړ.

د یادونې ده چې د ابراهیم رییسي او نورو کسانو مړي سبا (پنج‌شنبې) په مشهد ښار کې خاورو ته سپارل کېږي.

Views: 26