د ایران مذهبي مشر، د دغه هېواد د ولسمشر او څو لوړپوړو چارواکو د مړینې له امله پنځه ‌ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌یي پر رسمي اېکس‌پاڼه لیکل شوي: «زه پنځه ورځې عمومي ماتم اعلانوم او خپل ولس ته تسلیت وایم.»

خامنه‌یي وروسته له هغه دغه هېواد کې د پنځه‌ورځني ماتم اعلانوي چې تېره شپه د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره کسان د چورلکې لویدو پېښه کې په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي ایراني چارواکي له غره سره د الوتکې د ټکر په پېښه کې مړه شوي دي.

د یادونې ده چې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره څو نورو کسانو لېږدوونکې چورلکه تېره ورځ مازدیګر د ایران په ختیځ اذربایجان کې ولوېده چې له امله یې یادو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغان حکومت په ګډون ګڼو هېوادونو پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او پاکستان بیا د ایران له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په موخه دغه هېواد کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.

Views: 18