د ټالینډ چارواکي وايي چې د دغه هېواد په څو ایالتونو کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. رسنیو راپور ورکړی چې په مړه شوو کې یوه روسۍ جوړه او نهه میانماري پناهغوښتونکي هم شامل دي. ټالېنډي چارواکو ویلي، دغو سېلابونو کې ۳۰ کورنۍ نور
رسنیو راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو د ټيلګرام بنسټګر او اجرایی مدیر پاول دوروف پاریس ته نږدې په هوايي ډګر کې نیولی دی. رویټرز اژانس د فرانسوي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې پولیسو د هغه د نیول کېدو د حکم پر اساس چې مخکې صادر شوی و، دغه اقدام کړی دی. ۳۹ کلن نور
د جرمني د یوه صنعتي ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسمو پر مهال د چړې په برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دا برید په داسې حال کې شوی چې د جرمني په لوېدیځ سولینګین ښار کې د دغه صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰مې کالیزې نمانځنې مراسم روان وو. نور
راپورونه کاږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د اوکراین پلازمېنې کیېف ته رسېدلی دی. د امریکا غږ د راپور له مخې، د هند لومړی وزیر ښايي په دغه سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وغواړي چې له روسیې سره جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي. مودي په داسې نور
د پاکستان د پنجاب ایالت په سرحدي ولسوالۍ اټک کې د یوه ښوونځي زدهکوونکو پر موټر ناپېژانده وسلهوالو ډزې کړې چې له امله یې دوه زدهکوونکې وژل شوې او د پنځو زدهکوونکو په ګډون شپږ کسان ټپیان دي. بيبيسي د اټک ولسوالۍ د پوليسو ویاند له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون سهار شاوخوا نهه بجې نور
رسنیو راپور ورکړی چې د نړۍ دویم لوی الماس د افریقا په سوېل بوتسوانا هېواد کې کشف شو. اسوشیټېډ پرېس پرون راپور ورکړی چې په نړۍ کې د کشف شوي دویم دغه الماس وزن ۲۴۹۲ قیراطه دی. سرچینې لیکلي، په ۱۹۰۵ ميلادي کال کې د ۳۱۰۱ قیراطه وزن په درلودو د کولینان الماس له کشف وروسته دغه نور
د هند په اندرا پرادېش ایالت کې د درمل جوړولو یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د اندرا پرادېش پولیسو د رییس اېم دیپیکا له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (چهارشنبه) د دغه ایالت په اماکاپالي سیمه کې په «اساینتیا اډوانس ساینس» نور
د ایران په یزد ولایت کې د پاکستاني زیارتکوونکو لېږدوونکی بس موټر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. ایراني رسنیو راپور ورکړی، یاد بس د سهشنبې په شپه (د زمري ۳۰مه) د «خوزستان» پولې ته پر لاره و چې له دې پېښې نور
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسراييل د امریکا له خوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې او له حماسه يې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني. پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسراییل پلازمېنې تلابیب ته تللی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، انټوني بلېنکن ویلي چې نور
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اذربايجان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره به پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې اترې ولري. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین او د اذربایجان ولسمشر الهام علیاف به په باکو کې هر اړخیزې خبرې وکړيِ؛ ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې په لوړه نور