د ایران په یزد ولایت کې د پاکستاني زیارت‌کوونکو لېږدوونکی بس موټر چپه شوی او اور یې اخیستی چې له امله یې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، یاد بس د سه‌شنبې په شپه (د زمري ۳۰مه) د «خوزستان» پولې ته پر لاره و چې له دې پېښې سره مخ شو.

د دغه بس د سپرليو شمېر چې ټول پاکستانیان وو او د اربعین مراسمو کې د ګډون په موخه عراق ته تلل، ۵۱ ښودل شوی دی.

د ۱۴ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښني وړ بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د بریک په سیسټم کې تخنیکي ستونزه، له لارې سره د موټرچلوونکي نابلدتیا او د موټر زوړوالی د پېښې لاملونه ښودل شوي دي.

Views: 5