د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اذربايجان ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر سره به پر بېلابېلو موضوعاتو پراخې خبرې اترې ولري.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر پوتین او د اذربایجان ولسمشر الهام علی‌اف به په باکو کې هر اړخیزې خبرې وکړيِ؛ ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې په لوړه کچه د متحدانه تعاملاتو په کچه کې دي.

په روسیه کې د اذربایجان جمهوریت سفیر، پولاد بلبل اوغلو ټاس ته ویلي: «لکه څرنګه چې مخکې اعلان شوی و، ولادیمیر پوتین به د اګست له ۱۸-۱۹ په یوه رسمي سفر باکو ته ولاړ شي. تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، دواړه ولسمشران د پراخو خبرو اترو لپاره چمتو دي.»

د راپور له مخې، تمه ده چې له الهام علی‌اف سره د پوتین خبرې به پر اوسني وضعیت او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر امکاناتو او دغه راز پر بېړنیو نړۍوالو او سیمه‌ییزو مسایلو متمرکزې وي.

د یادولو ده چې دا اذربایجان ته د ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ په دوران کې د هغه اتم سفر دی.

Views: 10