د هند په اندرا پرادېش ایالت کې د درمل جوړولو یوه فابریکه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز د اندرا پرادېش پولیسو د رییس اېم دیپیکا له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (چهارشنبه) د دغه ایالت په اماکاپالي سیمه کې په «اساینتیا اډوانس ساینس» کارخونه کې شوې ده.

تر اوسه د پېښې لامل نه دی څرګند خو د راپور له مخې، د چاودنې پر مهال په یاده کارخونه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان موجود وو.

د اندرا پرادېش ایالت کې ځايي چارواکو د یادې پېښې د مرګ‌ژوبلې ډېرېدو له احتماله خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د هند په ختیځ کې په یوه هوټل او رسټورانټ کې د اورلګېدنې له امله شپږ کسان مړه او څه باندې ۲۰ نور ټپیان شول.

د ویلو ده، هر کال د هند په بېلابېلو ځایونو کې د اورلګېدنې له امله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

Views: 5