د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې هم د سریلانکا الف لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې لومړی د توپاچونې پرېکړه وکړه. په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه د سریلانکا الف نور
د جوجیتسو افغان ورزشکار نصیراحمد الهام په اسیایي لوبو کې خپل ازبکستاني سیال ته په ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه او د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. نصیراحمد الهام پرون د خپلې فېسبوک پاڼې پر سټوري لیکلي، د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې خپل پیاوړي نور
د راپورونو له مخې، د حماس په توغندییزو بریدونو کې درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي او د اسرائیلو په بریدونو کې بیا لسو فلسطینیانو ژوند بایللی. د الجزیرې د خبر له مخې، د فلسطین حماس ډلې تېره ورځ د غزې په سویل کې د رفح له بندر سره نږدې د نور
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په تېر یو کال کې یې له دغه هېواده یو میلیون او ۳۰۰ زره «ناقانونه» کډوال ایستلي دي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، وحیدي په یوه خبري ناسته کې ویلي: «د دې لپاره چې ایران ته د غیرقانوني کډوالو راتلو مخه ونیسو، لازمه نور
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د دغه سازمان پر غړو هیوادونو غږ کړی چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیل له خوا د نسل وژنې او جنګي جنایتونو مخنیوي لپاره هڅې دوه برابره کړي. د اسلامي همکاریو سازمان (اوایسي) ۱۵مه سرمشریزه د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې پرون پیل شوې او نن هم نور
د روسیې کورنیو چارو وزات ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي یې خپل «تر څارنې لاندې مجرمینو» لېست کې شامل کړی دی. مسکو ټایمز پرون (شنبه) ناوخته د روسیې کورنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر د جزا قانون یوې مادې له مخې تر څارنې لاندې دی. ورته مهال، په یاد نور
افغان ابدالیان لوبډلې له پرلهپسې درېیو ماتو وروسته نن په څلورمه لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د سریلانکا الف لوبډلې وکړه او په ټاکلو پنځوس اوورونو کې یې د اووه ویکټو په زیان ۲۷۵ منډې وکړې. په مقابل کې یې افغان لوبډلې یاد نور
د راپورونو له مخې، برازیل کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د فرانسې خبري اژانس تېره ورځ د برازیل غیرنظامي دفاع خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې دا سېلابونه د دغه هېواد په سویل کې راوتلي دي. نور
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول. یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دغه کسان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له دوو تر ۱۹ میاشتو بندیان وو، د روانې میاشتې نور
پاکستاني پولیسو د بلوچستان په سرحدي سیمه چمن کې پر لاریونکوونکو ډزې کړې، درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. له تېرو څو میاشتې راهیسې په چمن کې لغړیانو او یو شمېر نورو کسانو له دې امله د پرلت خېمې درولې چې د پاکستان حکومت باید دوی ته د پخوا په څېر د نور