افغان ابدالیان لوبډلې له پرلهپسې درېیو ماتو وروسته نن په څلورمه لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د سریلانکا الف لوبډلې وکړه او په ټاکلو پنځوس اوورونو کې یې د اووه ویکټو په زیان ۲۷۵ منډې وکړې.
په مقابل کې یې افغان لوبډلې یاد هدف په وروستي اوور کې د شپږو ویکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې وګټله.
افغان الف لوبډلې لپاره په توپاچونې کې بلال سمیع او قیساحمد درې – درې ویکټې واخیستې او په توپاچونه کې بیا ریاض حسن ۱۰۶ او ذبید اکبري ۶۸ منډې وکړې.
د پنځو، پنځوس اووریزو لوبو د دې لوبلړۍ لومړۍ درې لوبې سریلانکا لوبډلې ګټلې دي.
Views: 252