د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د دغه سازمان پر غړو هیوادونو غږ کړی چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیل له خوا د نسل وژنې او جنګي جنایتونو مخنیوي لپاره هڅې دوه برابره کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان (اوای‌سي) ۱۵مه سرمشریزه د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې پرون پیل شوې او نن هم دوام لري.

د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د اسلامي هېوادونو یاده سرمشريزه د فلسطين پر مسئلې چې په غزه کې د فلسطينيانو خلاف د اسرائيل  «ظالمانه پوځي تېري» روان دی، جوړېږي.

د اعلامیې له مخې، د دغه سازمان سرمنشي حسین طحه په یاده ناسته کې د دغه سازمان پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسرائیل له خوا د نسل وژنې او جنګي جنایتونو مخنیوي لپاره هڅې دوه برابره کړي.

حسین طحه د دغه سازمان پر غړو هېوادونو غږ کړی چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو لپاره نړۍوال ملاتړ ته دوام ورکړي او په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه د اسلامي همکاریو سازمان په سکرټریت کې د اسرائیل د جرمونو مستند کولو لپاره د څار برخې له جوړولو خبر ورکړ.

Views: 14