د راپورونو له مخې، برازیل کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس تېره ورځ د برازیل غیرنظامي دفاع خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې دا سېلابونه د دغه هېواد په سویل کې راوتلي دي.
د راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله ۷۴ کسان ټپیان او ۶۷ نور لادرکه شوي دي.
دغه راپور کې راغلي چې څه باندې یو میلیون کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او هغوی ته ډېر زیانونه اوښتي دي.
راپور کې راغلي چې ډېری بېځایه شوي کسان په ښوونځيو او ورزش ځایونو کې په موقتي ډول ځای پر ځای شوي دي.
برازیل هېواد په دې وروستیو میاشتو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د ناورینونو شاهد و.
تېر کال د برازیل ریوګراندي دوسول ایالت کې هم د توپانونو له امله څه باندې ۳۰ کسان مړه شوي وو.
Views: 8