د افغانستان په ګډون د یوه ورځني کرکټ اسیایي جام سیالیو په لومړۍ ورځ کوربه پاکستان نیپال ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د پاکستان په ملتان ښار کې ترسره شوه، پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه، پاکستانۍ لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري لوبډلمشر بابر اعظم ۱۵۱ او افتخاراحمد ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

د نیپال نوې لوبډله چې ځوان بې تجربې لوبغاړي لري، د پاکستان د توپ‌اچوونکو مقابله ونه شوه کړای او ټوله لوبډله یې په څلرویشتم اوور کې په ۱۰۴ منډو وسوځېده او دغه راز پاکستان دا لوبه د ۲۳۸ منډو په توپیر وګټله.

د پاکستان له لوري شاداب خان څلور لوبغاړي وسوځول، بابر اعظم د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرکټ اسیایي شورا معلوماتو له مخې؛ د دې سیالیو څلور لوبې په پاکستان او پاتې نوري په سریلانکا کې ترسره کېږي. په دې سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او د نیپال لوبډلې برخه لري.

دغه هېوادونه په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، پاکستان، هند او نیپال په الف، افغانستان بنګله‌دېش او سریلانکا په ب ګروپونو کې دي.

ټاکل شوې وه د کرکټ اسیایي جام سیالۍ د پاکستان په کوربه‌توب ترسره شي خو د هندوستان له دې پرېکړې وروسته چې پاکستان ته نه ځي؛ اسیایي شورا پرېکړه کړې چې ځینې لوبې به په سریلانکا کې کېږي.

د کرکټ اسیایي شورا معلوماتو له مخې، د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې دویمې مرحلې یا سیمي فاینل ته ځي او بیا له دوی دوه لوبډلې پایلوبې ته لاره پیدا کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ له بنګله‌دېش او دویمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ له سري‌لانکا سره ده؛ دواړه لوبې یې په لاهور کې دي.

 

Views: 11