د طالبانو جزايي اصولنامه؛ د عادلانه محاکمې له اصل او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې

جنوري 27, 2026

د جزا قانون د هر دولت د عدالت، انساني کرامت او د قانون د حاکمیت هنداره بلل کېږي. هره جزايي اصولنامه چې د انسان بنسټیز حقونه، عادلانه محاکمه او د قانون حاکمیت تضمین نه کړي، د حقوق‌پوهانو په باور نه یوازې خپل داخلي مشروعیت له لاسه ورکوي، بلکې د نړیوالو قوانینو، کنوانسیونونو او تړونونو سره هم په ښکاره ټکر کې واقع کېږي.

د طالبانو وروستۍ جزايي اصولنامه، چې د افغانستان د خلکو پر ژوند به مستقیم اغېز ولري، یوه مقدمه، درې بابونه او ۱۱ فصلونه لري او ټولې ۱۱۹مادې په کې شاملې دي؛ دا چاره د ډېرو افغانانو ترمنځ جدي حقوقي پوښتنې راپورته کړې دي.

دا چې د دغې اصولنامې کومې مادې د بشري حقونو له نړیوالې اعلامیې، نړیوالو کنوانسیونونو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، په همدې تړاو د کابل پوهنتون پخواني استاد، پوهاند نصرالله ستانکزي سره ځانګړې مرکه شوې، چې ستاسو پام ورته رااړوو.

Views: 2