د «د پښتونستان پوښتنه: د پژواک آثار او نظریات» تر عنوان لاندې علمي او فرهنګي ویبنار د پژواک بنسټ له خوا په انلاین ډول جوړ شو.

په دې پروګرام کې یو شمېر افغان فرهنګیانو، څېړونکو او آگاهانو د استاد عبدالرحمن پژواک د اندونو، لیکنو او نظریاتو په اړه چې د پښتونستان له مسئلې سره تړاو لري، بحث او د نظر تبادله وکړه.

د پروګرام ویناوالو د استاد پژواک ادبي، سیاسي او فکري مقام ته په اشارې وویل چې د هغه آثار او نظریات د افغانستان د معاصر تاریخ یوه مهمه برخه انځوروي او بیا څېړنه یې د ننني نسل لپاره د تاریخي او ملي مسایلو په پېژندنه کې ګټوره تمامېدای شي.

په دې ویبنار کې د پښتونستان موضوع پر تاریخي، فرهنګي او سیاسي اړخونو، د دې مسئلې په طرحه او تبیین کې د استاد پژواک پر رول او د افغانستان په معاصرو مطالعاتو کې د هغه د آثارو پر اهمیت بحث وشو.

ډاکټر عبدالغفور لېوال د پژواک د اثارو له مخې د پښتونستان قضیې د تاریخي او سیاسي اړخونو د پېژندنې په اړه وینا وکړه. پوهاند نصرالله ستانکزي د پژواک د اثارو له لیدلوري د پښتونستان قضیې حقوقي اړخونه او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو یې اغېزې وڅېړلې. سعید شینواري د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د پښتنو او نورو اقلیتونو د اوسني وضعیت، دادخواهۍ، راتلونکي تمایلاتو او د آزادۍ د حق په اړه خبرې وکړې. حمید همایون عبیدي هم د پښتونستان مسئلې ته د ورنږدې کېدو د طریقې، په دې اړه د بحثونو پر پایلو د هغې د اغېز او د افغانستان د خلکو پر عامه افکارو د دې موضوع د اغېز په اړه وینا وکړه.

په دې ویبنار کې د پژواک بنسټ مشر، فرهاد پژواک، د پښتونستان قضیې په اړه د استاد پژواک د هغو چاپ شوو خپرونو د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې چې په انګلیسي ژبه خپرې شوې دي او هم یې د پژواک بنسټ له خوا د استاد پژواک د اثارو د خپرولو د هڅو یادونه وکړه، څو عام خلک ورته لاسرسی ولري.

نوموړي همدارنګه د پښتونستان د پوښتنې په اړه د استاد پژواک د شخصي نظر او د هغه مهال د افغانستان د دولت د پالیسۍ ترمنځ توپیر ته اشاره وکړه، او د ټولو خلکو لپاره د آزادۍ او په ملي او نړیواله کچه د ټولنیز عدالت په برخه کې د پژواک د اندونو او جامع لیدلوري اړخونه یې تشریح کړل.

ګډونوالو همدارنګه د ورته علمي غونډو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ډول پروګرامونه د څېړونکو، لیکوالانو او ځوان نسل ترمنځ د رغنده خبرو اترو زمینه برابرولای شي.

#پژواک_بنسټ #عبدالرحمن_پژواک #پښتونستان #د_پژواک_آثار #د_پژواک_نظریات #د_افغانستان_تاریخ #بنیاد_پژواک #پشتونستان

Views: 5