کاناډا کې په انګلیسي ژبه د غني‌خان د ژباړل شوو شعرونو د ټولګې مخکتنه وشوه

اپریل 30, 2025

د کاناډا په مسیساګا ښار کې د ډاکټر خالدې نسیم له خوا انګلیسي ته د غني‌خان د ژباړل شوو یو شمېر شعرونو د چاپ شوې ټولګې چې Echoes from the Mountains (غرونو انګازې) نومېږي، مخکتنه وشوه.

د دغه کتاب د مخکتنې مراسمو کې چې بېلابېلو ټولنیزو او فرهنګي څېرو په‌کې ګډون درلود، خالدې نسیم وویل چې د غني‌خان دغه شعرونه یې خورا په دقت، احساس او امانت‌دارۍ سره ژباړلي او دا به نړۍوالو ته د هغه د ژور فکر، د پښتو ادب د ښکلا او کلتوري پيغام رسولو کې اغېزناک تمام شي.

دې ټولګې ته د غني‌خان له دیوانه ۶۸ شعرونه غوره شوي دي.

ډاکټر نسیم دا مهال د کاناډا د ټورنټو په یوه روغتون کې کار کوي او ترڅنګ یې د انټاریو د ادبي کړیو فعاله غړې ده.

هغه دغه راز د ادبیاتو، فلسفې او ارواپوهنې برخو کې هم لیکنې کوي، دEchoes from the Mountains (غرونو انګازې) ټولګې چاپ د هغې مخکنۍ لېوالتیا وه.

نوموړې وايي چې د غني‌خان د اشعارو ژباړه او بیا یې د یوې ټولګې په توګه چاپول د پښتو ادب، شاعرۍ او فرهنګ د نړۍوال معرفي کولو برخه کې لومړی عملي ګام دی.

غني‌خان چې د پښتو ادب نابغه بلل کېږي، د ازاد فکر، هنر، انسانیت، ښکلا او مینې فلسفه دشعرونو له لارې بیان کړې او د پښتنو ټولنیز ژوند، دودونو او ارزښتونو ته په ځانګړي احترام قایل دی.

Views: 4