د کاناډا د اجکس ښار کې د پیکرینګ د افغانانو د ټولنې او د نارت‌استار (Northstar) ټولنیزو خدمتونو له خوا د اختر او نوروز د لمانځنې پروګرام ترسره شو، چې د افغان کلتور د خوښیو او ښکلاوو یو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

دغه مراسم چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۲۷مه نېټه ترسره شول، د اختر او نوروز په اړه ویناوې، مشاعره، چیستان او ژوندۍ موسیقي یې په کې شامله وه. همدارنګه، د ماشومانو لپاره ځانګړی تفریحي چاپېریال او د ساتیرۍ پروګرامونه هم برابر شوي وو.

په دې پروګرام کې د نارت‌استار اجرائیوي مشر جیحون سهاک د «درهام کې د ځوانانو د عدالت سیستم ارزونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې وینا وړاندې کړه.

دغه پروګرام د پگاه محب‌زاده له خوا پرمخ وړل شو. د پیکرینګ د افغانانو د ټولنې مشر ډاکټر سیدولي شریفي، محمد شاه صارُمي، د اجکس مرستیال ښاروال ماريلين کرافورد او د درهام ریجن کونسلر، او سید حسیب شریفي د اختر او نوروز په اړه خبرې وکړې.

په دې پروګرام کې د اجکس ښار د لومړۍ حوزې کونسلر راب ټیلر-مورن هم ګډون کړی و.

برابرونکو ویلي چې دا پروګرام د اختر او نوروز د لمانځنې، د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا او د افغان ټولنې د پوهاوي لپاره جوړ شوی و.

#عید #نوروز #انجمن_افغان‌های_پیکرینگ

#EidAndNawrooz #PickeringAfghanAssociation #Northstar #Ajax #Durham

Views: 10