د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۶ کال د کاناډايي تولیداتو نندارتون (Made in Canada Expo 2026) د یوه افغان سوداګر په نوښت د کاناډا د اونټاریو ولایت د مسيساګا په ښار کې د جون په ۱۹مه پرانستل شو. ټاکل شوې ده چې دغه نندارتون د جون تر ۲۱مې پورې دوام وکړي.

دغه نندارتون لسګونه کاناډايي سوداګر، پانګه‌وال، تولیدوونکي، متشبثین او د خصوصي سکتور استازي سره راټول کړي دي. د نندارتون موخه د کاناډايي تولیداتو، خدمتونو او نوښتونو معرفي کول، د سوداګریزو اړیکو پراخول او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول دي.

د پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې دولتي استازو، پانګه‌والو او د صنعت مخکښو شخصیتونو ګډون کړی و. ګډونوالو ته فرصت برابر شو چې د کاناډا د بازار، سوداګرۍ او پانګونې په اړه مستقیمې اړیکې ټینګې او د همکاریو نوې لارې چارې ولټوي.

د نندارتون یو تنظیموونکي الله محمد کاکړ وویل، دغه پروګرام د کاناډا د اقتصادي ودې، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د ملاتړ لپاره مهم رول لري.

هغه زیاته کړه: «دا نندارتون شرکتونو ته فرصت برابروي چې خپل محصولات او خدمتونه نویو پېرېدونکو او سوداګریزو شریکانو ته وړاندې کړي. کله چې کاناډایان د خپل هېواد د تولیداتو او خدمتونو کیفیت او پراخوالی له نږدې وویني، ملي باور پیاوړی کېږي، اقتصادي مقاومت لوړېږي او پر کاناډا نړیوال اعتماد هم زیاتېږي.»

د دغه نندارتون بل تنظیموونکي جواد کاکړ وصال ټلوېزیون ته وویل چې دا د کاناډا په کچه یو ستر سوداګریز او اقتصادي پروګرام دی چې موخه یې د بېلابېلو سکتورونو په کچه د کاناډا جوړو محصولاتو او سوداګریزو فعالیتونو معرفي کول دي.

د هغه په وینا، په نندارتون کې د تولید، ټکنالوژۍ، پرچون سوداګرۍ، خوراکي او څښاکي توکو، روغتیا او هوساینې، نوښت او نورو برخو شرکتونو خپل محصولات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

دا نندارتون په داسې وخت کې جوړېږي چې نړیوال اکمالاتي ځنځیرونه له بدلونونو سره مخ دي، سوداګریزې ننګونې زیاتې شوې او د امریکا تعرفو پر کاناډايي صنعتونو فشار راوړی دی. تنظیموونکي باور لري چې دا ډول نندارتونونه د کاناډا د تولیداتو، خدمتونو او کاري ځواک د ملاتړ لپاره د یوه ګډ ملي دریځ په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

#کاناډايي_تولیدات #محصولات_کانادایی

#MadeInCanadaExpo #Canada #CanadianMade

Views: 20